ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د سولې په اړه ویلي له طالبانو سره د سولې غوښتونکي دي، خو اجازه نه ورکوي چې د طالبانو په جامه کې پردۍ دسیسې او لوبې دلته پيل شي او بهرني جنګیالي په افغانستان کې خپلو ورانکاره فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
نوموړي دا خبرې پرون دوشنبه جلال اباد ته د خپل سفر پر مهال کړي.
د ملي امنیت سلاکار نن کونړ ولایت ته تللی.